ارزګان کې اړمنو بېځايه شووکورنیو سره مرستې وشوې

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لورې دارزګان ولایت دکډوالواو راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٣٩٩) اړمنو بېځايه شووکورنیو سره نغدي او دغیر خوراکي موادودمرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړوله امله زیانمنې شوې وې دلیندۍ په (٢٠) مه هرې کورنۍ ته دکډوالو چارو دامر مولوي شاولي او والي په شتون کې ( ١٨٠٠٠) افغانۍ نغدې،درې کمپلې او دماشومانولپاره ژمني توکي ووېشل شول.