ننګرهارکې له دوه سو زیاتو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د(WAW) له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٢٤٤) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې شوې.

یادې کورنۍ چې څه موده وړاندې دیوشمېر ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ سروې اوپه نښه شوې وې دلیندۍ په (١٦) مه هرې کورنۍ ته (٢٦٥) امریکايي ډالره نغد ورکړل شول