ننګرهارکې اړمنو داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د ننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٣٣) اړمنو داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

یادې کورنۍ چې څه موده وړاندې دیوشمېر مرستندويه موسسو له لورې دننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست سره په ګډه همغږې سروې او په نښه شوې وې سې شنبه دیندۍ په (١٦) مه (٢١) کورنیو هرې کورنۍ ته (٢٧٠) ډالره،(١٠) کورنیو هرۍ کورنۍ ته(١٣٠) ډالره، یوې کورنۍ ته (٣٦٠) اویوې بلې کورنۍ ته هم (١٠٠) امریکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.