فارياب کې له دوه سو زياتو اړمنو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (UNHCR ) له لورې د فارياب ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (۲۶۸) اړمنو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېرسيمو او ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ( (۱۴) مه هرې کورنۍ ته (۵۰۰) امريکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.