فاریاب کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دژمنو توکو مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې دفاریاب ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٣٣٠) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره د ژمنو توکو مرستې وشوې.

یادې کورنۍ چې د بېلابېلو ولسوالیو او سیمو څخه د دې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دلیندۍ په (١٥) هرې کورنۍ ته پېنځلس قلمه ژمني توکي ووېشل شول.