پکتیکا کې له (۵۰۰ ) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د پکتیکا ولایت ډیله ولسوالۍ کې د دوهم ځل لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري له (۵۰۰) اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي او نور خوراکي توکي شامل ول.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن هاشمي د یادو مرستو د وېش پر مهال دکډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر صاحب الحاج خلیل الرحمن حقاني او د وزارت له مرستیال الحاج محمد اسلاح خروټي او ټولو همکارو مؤسسو څخه مننه وکړه چې تل یې د دې هېواد له اړمنو کورنیو لاسنوی کړی او د خپلې وسې مطابق هر اړخیزې مرستې یې ورسره کړې دي.

مولوی عبدالرحمن هاشمی زیاته کړه، دوی تل هڅه کوي چې لا ډېرې نړیوالې مؤسسې راجلب کړي ترڅو د پکتیکا له اړمنو کورنیو سره لا زیاتې اړینې مرستې ترسره کړي.

د ډیلې ولسوالۍ اوسېدونکو د وزیر صاحب الحاج خلیل الرحمن حقاني او د وزارت له مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي څخه مننه وکړه چې د دوهم ځل لپاره له دوی د خوراکي توکو مرستې وشوي.

دوی دغه راز د نوي نظام او نړیوالو همکارو مؤسسو له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې اړینې مرستې وکړې ځکه دوی ته په تېر وخت کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.