پنجشېر کې بېځايه شوو کورنيوته د شوو مرستو او فعاليتونو څېړنه وشوه

دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت، طبيعي پېښو پروړاندې د مبازې رياست او سرې مياشتې ادارې ګډ پلاوي، د ترسره شوو مرستو او د هغه مرستو دوېش پلان چې په راتلونکي کې به په پنجشېر ولايت کې بېځايه شوو کورنيو ته ووېشل شي ترڅېړنې لاندې ونيول شو.
د رياست الوزرا د پرېکړې پر اساس د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت، د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې رياست او سرې مياشتې اداره مسحقو کورنيو ته دمرستو رسولو په برخه کې ګډ کار کوي او د يادو ادارو ګډ پلاوي په پنجشېر ولايت ته د شوو مرستو او فعاليتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
دغه پلاوی چې مشري يې دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي شمال خان عثماني کوله ورسره د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې رئيس ضيايزداني او د سرې مياشتې پېښو ته د رسېدو امر نصیراحمد همت هم مل ول،دوی دولتي ادارو او موسسو رول، اړونده اسناد،د هغو مرستو دوېش اندازه چې تر اوسه وېشل شوي، هغه چې په پام کې ده په راتلونکي کې ووېشل شي او هغه سيمې چې بېځايه شو ته پکې مرستې وېشل کېږي ترڅېړنې لاندې ونيولې.
همدارنګه ياد پلاوي د والي، ولسوالانو او دمرستندويه ادارو د استازو سره د شوو مرستو او فعاليتونو په اړه خبرې کړي او پايلې يې د اړوندو ادارو دچار واکو سره شريکې کړي دي.