بدخشان ولايت دمهاجرينو رياست دهمغږۍ ناسته وکړه

د بدخشان ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د (DORR) موسسې او دبدخشان ولايت دوالي مولوي عبدالعلي فایق سره دلیندۍ په(٦) راستنېدونکو،داخلي بېځايه شوو،اړمنو اومستحقو کورنيو ته دمرستو دجلب، دستونزو دحل او مراجیعینو ته د اسانتیاوو رامینځته کولو دهمغږۍ ناسته وکړه.
دغه ناسته د بدخشان ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چار رياست دمسؤلينو، والي او یادې موسسې داستازو ترمنځ تر سره شوه،چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې مرستندويه ادارې دبشري مرستو دوېش په موخه راجلب او په یادو برخو کې به اسانتیاوې رامینځته شي.
دویلو ده چې په ناسته کې دبدخشان ولایت والي د مهاجرینو ریاست دهلوځلو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دکارونو دلاښه والي په موخه به دیاد ریاست سره په ګډه همکاري کوي