پنجشير کې زیانمنو شوو او بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
؟.....

د (HHRD) موسسې له لورې دپنجشېر ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (١٠٠) زيانمو شوو اوبېځايه شوو کورنيو سره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې. يادو کورنيو ته دپنجشېر ولايت په دره ولسوالۍ کې دلیندۍ په (٤) مه دوه کمپلې،یوه بخارۍ،اته جوړه جرابې او یودانه مردانه پټو د انجينر عبدالمجید نورزي،دمهاجرينو امريت عمومي مديرشهنواز عظيمي او دولايت مقام دټاکل شوي پلاوي په شتون کې ووېشل شول.