ننګر هارکې (٤٨٩) داخلي بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
.......

د اسلاميک ریلیف موسسې له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ(٤٨٩) داخلي بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې. يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (٦٠) کیلو اوړه،(١٤) غوړي،(٢٩)کیلو وریجې(٦) بوره او یوه کیلو مالګه ووېشل شوه. د ویلو ده چې په ننګرهار ولايت کې یوشمېر اړمنې کورنۍ دننګرهار ولايت دمهاجرینو ریاست په همغږۍ دمرستندويه ادارو د سروې ټيمونو سره په ګډه سروې اوپه نښه شوي چې دننګرهار دمهاحرينو درییس اکرام الدین مفتون په ویناد دغه سروې به د ښار په شمول ټولو ولسواليو ته وغځول شي ترڅو دسروې دمشترکو ټيمونو له لورې مستحقې کورنۍ په نښه او ورسره لازمې مرستې وشي.