هلمند کې زرګونو کورنيو سره مرستې شوي

د يوشمېر مرستندويه موسسو له لورې د هلمند ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ په تېرو دريو مياشتو کې د وږي د لومړۍ نېټې څخه د لړم تر (۲۷) نېټې پورې ( ۳۱۷۶ ) بېځايه شوو او اړمنوکورنيو سره نغدي، خوراکي او دغير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې د افغانستان اسلامي امارات د مهاجرينو او راستنېدو چارو وزارت په همغږۍ ورسره د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو له لوري، نغدي، خوراکي او دغير خوراکي موادو مرستې شوي دي.