تېره مياشت له اتو زرو زياتو بېځايه شوو کورنيو سره دخوراکي توکو مرستې شوي

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۹ - ۲۲:۵۳
____________

په خوست ولايت کې د لړم مياشتې د لومړۍ نېټې څخه تر(٢٩)مې نېټې پورې دشمالي او جنوبي وزیرستان (٨٠٣٦) بېځايه شوو کورنيوسره دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د(WSTA ) موسسې په همکارۍ دخوراکي توکو مرستې شوي.

په يادو خوراکي موادو کې (٤٦) کيلو اوړه او(٤،٥) کیلو غوړي شامل و ،چې په مرکز متنون کې (١٢٥٠) کورنیو ته، په تڼیو ولسوالۍ کې (١٨٥٠) کورنیو ته، په ګربز شیخامیر او ګلان کمپ کې (٤٩٣٧) کورنیو ته ووېشل شول.

د ويلو ده چې د مرستو دوېش دغې پروسې نه د خوست ولایت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوی صاحب احمد احمدي، مولوی صاحب وحدت، د بیړنیو حالاتو آمر اسدالله اکبري او نورو ليدنه او څارنه وکړه.

ددې سربېره دمهاجرينو وزارت خپلې ټولې هڅې کوي چې په دغه شان حساسو ورځوکې خپل مسؤليتونه ترسره کړي او دهېواد په ټولو ولایتونوکې دسروي ټیمونه کارکوي ترڅو بېځایه شوې کورنۍ سروې اوپه نښه کړي چې دمهاجرينو وزارت سره په همغږې ورته داړونده ادارو له لورې بشري مرستې ووېشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته