پروان ولايت کې (500 )اړمنو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

anwari_morr
به پنجصد خانواده نیازمند در ولایت پروان مواد غذایی مساعدت شد

د پروان ولايت مهاجرينو او راستېدونکو چارو رياست له لوری (500) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه مرستو د وېش پرمهال د پروان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس ميا محمد ابراهیم د وزارت له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: دغه مرستې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا استول شوې وې، نن يو شمېر اړمنو کورنيو او بېځايه شويو کډوالو ته و ويېشل شوې او دغه لړۍ به دوام به لري.

هغه زياته کړه, په ننيو مرستو کې غوړي, وريجې, بوره, وړه, صابون او جامې شامل دي، چې د يوې کوچنۍ کورنۍ لپاره نږدې يوه مياشت بسنه کوي