د کاپيسا ولايت د داخلي بېځايه شوو لپاره د ملي پالېسۍ د عمل پلان جوړ شو
په يوه ښوونيزه او مشروتي ناسته کې چې دکاپيسا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت کې جوړه شوې وه، د داخلي بېځايه شوو لپاره د ملي پالېسۍ د عمل پلان د بېځايه شوو د ملي پالېسۍ سره سم جوړ شو، چې له مخې به يې د راستنېدونکو دوامداره بيا يوځای کېدو لپاره په برخه کې په لومړنيو ساحو کې مرستې وکړي.
په دغه ناسته کې چې د ولايت دسکتوري رييسانو او دملي او نړيوالو مرستندويه ادارو د استازو په شتون کې جوړه شوی و، په کاپيسا ولايت کې د داخلي بېځايه شوو د ملي پالېسۍ د عمل پلان په اړه مشوره وشوه او ياد پلان د ښکيلو اړخونو د نظرونو په شريکولو سره جوړ او ترتيب شو.
د دوامداره بيا يوځای کېدو سلاکار بشير احمد حسيني او د ولايتونو د عمل پلان متخصص عبدالله طوفان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په استازيتونو په دغه ناسته کې شتون درلود،چې د داخلي بېځايه شوو د دوامداره بيا يو ځای کېدو اودعمل پلان او ګټورو برنامو په اړه يې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هر اړخيزې ژمنې اعلان وکړ
په ورته وخت کې د کاپيسا ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمرد بشري مرستو په وېش کې د روڼتيا ( شفافيت) او اغېزمنتيا په اړه خبرې وکړې.