بغلان کې سلګونوکورنيوسره مرستې وشوې

د خوراک نړيوال سازمان له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۴۳ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د نهرين، برکه، جلګې، خوست اوفرنګ، مرکزي بغلان، دهنه غوري او د پخلمري شاوخواسيموڅخه امن سيموته بېځايه شوې وې د زمري په ۲مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود او دوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.