بدخشان کې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې
دمرستندویه ادارو له لورې دبدخشان ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٨٧٢بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي او روغتیایي کڅوړو مرستې وشوې.
یادې کورنۍچې دجګړو له امله دبېلابېلو سیمو ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دچنګاښ ٢٧مه ٥٥٢کورنیو هرې کورنۍ ته خوراکي مواد او ٣٢٠کورنیو هرې کورنۍ ته روغتیایي کڅوړې ووېشل شوې.