هلمند کې له دوه سو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
----

.دیو شېر مرستندویه موسسوله لورې دهلمند ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٢٢٩بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي موادو مرستې وشوې

يادې کورنۍ چې دطالبانو دجګړو له امله دناوې،نادعلي ،نهرسراج ولسوالۍ څخه دلښکر ګاه ښار بولان سیمې ته راکډه شوې وې  دچنګاښ په ٢٤مه هرې کورنۍ ١٤ افغانۍ نغدې،١٨٤ کیلو اوړه،٢٥کیلو دالنخود،١٨کیلو غوړي،شیدو لرونکو میندوته مغذي مواد،دپخلنځي وسایل،،دوه ترپالونه،یوه څلورکیلویي ګازډبه ،روغتیایي کڅوړې،یو سطل،معدني اوبه او ګرځنده تشنابونه ووېشل شول