خوست کې ۵۰۰ کورنيو ته دلمريزې برېښنا دستګاوې ووېشل شوې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۱مه دخوست ولايت په قملوال مېنې کډوالو ښارګوټي کې ۵۰۰ کورنيو ته د لمريزې برېښنا تختې ووېشلې.
دغه دستګاوې چې ټول قيمت يې يولس ميليونه افغانۍ کېږي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پراختيايي بوديجې څخه ورته ورکړل شوې، چې بېځايه شوو کورنيو ته پرې لمريزې تختې، بطرئ،د برق لين، ګروپ، ساکټونه او نورو اړوند وسايل ووېشل شول.