قندهار کې ١٣راستنېدونکو ته دکار موندنې په موخه دوه کارخانې جوړې شوې

دکډوالۍ نړیوال سازمان ای او ام له لورې دقندهار ولایت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ١٣ راستنېدونکو ته دکارموندنې په موخه دوه کارخانې جوړې شوې.
دخوراکي موادو دغه دوه کارخانې د٢٩٢٨٥ امریکایي ډالرو په ارزښت دچنګاښ په ١٦مه دکډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ اوڅارنه دکډوالۍ نړوال سازمان له لوري راستنېدونکوته دکاري زمینې دبرارولو او اقتصادي ژوند دښه والي په موخه جوړې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.