تخاربېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي او غیرخوراکي موادو مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
-----

دیو شمېرمرستندویه موسسو له لورې دتخار ولایت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ١٥٠ بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې وشوې.

 یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دیوشمېر سیمو څخه ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دچنګاښ په ١٥مه هرې کورنۍ ته اوړه،غوړي،مالګه،دالنخود اوڅوقلمه غیر خوراکي مواد ووېشل شول.