غورکې ٧٠ راستنېدونکو سره مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
----

دکډوالۍ نړیوال سازمان ای او ام له لورې دغور ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٧٠راستنېدونکو سره نغدي مرستېوشوې.

 یاد راستنېدونکي چې دایران څخه هېواد ته راستانه شوي و دچنګاښ په ٩مه ورته په دریو کټګوریو کې نغدي مرستې ووېشل شوې ،چې په لومړۍ کټګورۍ ١٤تنو ته ١٤٤٠٠افغانۍ،په دوهمه کټګورۍ کې ١٨تنوته ٢٢٤٠٠ افغانۍ اوپه درېیمه کټګورۍ کې ٣٨تنو ته ٢٠٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې.