لغمان کې ۶۰ بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د کار زمينه برابره شوه

ناپیژنده (not verified)
-----

د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست د چنګاښ په ۷مه په دغه ولايت کې ۶۰ تنو راستنېدونکو او بېځايه شوو ته دکاري زمينې د برابرولو خبر ورکړ.

يادو خلکو ته له دې واړندې د خياطۍ، ګلدوزۍ، موبايل جوړولو، سولر جوړولو او بطريو جوړولو برخو کې فني زده کړې ورکړل شوې وې.

دګنډلو ماشين، اور لاک، ميز، جنراتور، لبټاپ، چوکۍ، فرش او ګازډبه د هغو وسايلو له جملې څخه دي چې کار اموزانو ته ووېشل شول.

د زده کړې دغه مرکز دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د کاري زمينې د برابرولو په برخه کې فعاليت کوي او ددغه ولايت دک‌ډوالو چارو رياست له لوري يې څارنه کېږي.

.