غورکې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
----------

دخوراک نړیوالو سازمان له لورې دغور ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٣٦٤بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې وشوې.

یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دچهارسدې،دولینې ،پسابند،تیورې ولسوالۍ،مرکزي سیمو اودبادغیس ولایت دجوندولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دغبرګولي په ٢٥مه هرې کورنۍ ته ٤بوجۍ اوړه،دښځولپاره ٤کیلو مقوي اوړه اوشیدو خوړونکو ماشومانو ته دتقوې لپاره ٦٠پاکټه خوراکې مواد ووېشل شول.