ننګرهارکې سلګونو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې شوې
دخوراک نړیوال سازمان له لورې د ننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٢٨٠بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دحصارک اوشېزادو ولسوالیوڅخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ١٧مه هرې کورنۍ ته ٦٨٥٠افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
دویلو ده چې له دې وړاندې هم ددغې دوو ولسوالیو ٦٢بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې ترسره شوي دي