کونړ کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان او يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۵۷ بېځايه شوو کورنيو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۸ مه ۶۷ کورنيو ته خوراکي مواد او ۴۹۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۷ قلمه خوراکي مواد او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.