خوست کې نږدې پنځه سوه کورنيوسره مرستې وشوې

د خوراک نړيوال سازمان له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۷۴ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د شمالي او جنوبي وزيرستان څخه د ګربز ولسوالۍ ګلان کمپ ته راکډه شوې وې د غويي په ۱۸مه هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۹ کيلو غوړي، ۱۷ کيلو دالنخود، دوه کيلو مالګه، دماشومانو لپاره دوه کيلو کاکو او شيدو لرونکو او حامله ميندو ته ۵ کيلو سوپر سريال اوړه ووېشل شول.