غور کې سېلابونو  خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي

sadam_morr
_________

د غور ولايت دکډوالو چارو آمريت د غويي په ۱۶مه په دغه ولايت کې ځايي خلکو ته سېلابونو له امله دمالي او ځاني زيانونو د اوښتو خبر ورکړ.

د يادو سېلابونو په نتيجه کې  په تيورې، ساغر، شهرک او د غور په مرکز کې ۱۲ تنه شهيدان او ۱۳تنه نور يې ټپيان کړي،۱۱ کورونه، يوه د اوبو چينه د تيلک په سيمه کې چې شاوخوا ۵۰۰ کورنيو ترې د او استفاده کوله، د غور او هرات ولايت عمومي سرک پلچکونه او همدارنګه په لسګونو بې ميوې او ميوه لرونکې ونې له منځه وړي دي.

د ويلو ده چې يادو کورنیو سره د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له لورې مرستې شوي دي.