خوست کې سلګونو بېځايه شوو کورنیوسره مرستې وشوې

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۸۷۰ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د شمالي او جنوبي وزيرستان څخه د ګربز ولسوالۍ د ګلان کمپ ته راکډه شوې وې د غويي په ۱۶مه هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۹ کيلو غوړي، ۱۷ کيلو دالنخود، دوه کيلو مالګه، ماشومانو لپاره ۲ کيلو کاکو او د شيدو لرونکو او حامله ميندو لپاره ۵ کيلو د سوپر سريال اوړه ووېشل شول.