غزني کې لسګونه بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

د DRC موسسې له لورې د غزني ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د قره باغ ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۱۳مه هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.