جوزجان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
_________


د  خوراک نړيوال سازمان  او DACAR له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۴۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۹مه  د خوراک نړيوال سازمان له لورې هرې کورنۍ ته دوه بوجۍ اوړه، ۹ کيلو غوړي، ۱۲ کيلو دالنخود، ۱ کيلو مالګه، شيدو لرونکو ميندو ته ۱۵ کيلو مقوي اوړه او د DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې چې ۱۸ قلمه بېلابېل روغتيايي مواد پکې شامل دي ووېشل شول.