کاپيسا کې لسګونو بېځايه شو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
_________
په افغانستان کې د ډنمارک دفتر له لورې د کاپيسا ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۶ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې. يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وېد غوايي په ۶مه هرې کورنۍ ته ۷۷۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې. خوست کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او دکاري وسايلو مرسته وشوه پاملرنې موسسې له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹ بېځايه شوو کورنیوسره نغدي او د کاري وسايلو مرسته وشوه. يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۶مه هرې کورنۍ ته کراچۍ، چراغ، لودسپيکر، چوکۍ، رسۍ او ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.