خوست کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۹۴ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ د شمالي او جنوبي وزيرستان څخه وې چې څه موده وړاندې د متون، اسماعيل خيل، مندوزي او نادرشاه کوټ ولسواليو څخه بېځايه شوې وې.
وروسته له سروې څخه د وري د ۳۱څخه د غوايي تر ۴مې نېټې پورې هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۹ کيلو غوړي، ۱۷ کيلو دالنخود، دوه کيلو مالګه، دماشومانو لپاره دوه کيلو کاکو او شيدو لرونکو او حامله ميندو لپاره دوه کيلو سوپر سريال اوړه ووېشل شول.