تخار کې ۱۲۸ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې

sadam_morr
_________

د UNHCR او DACAR موسسو له لورې د تخار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۸ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غيرخوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۲مه د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود، يوه کيلو مالګه او د DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، د پخلنځي وسايل، دوه کمپلې او يوه ګازډبه  دمرستيال والي او يادو موسسو د استازو په شتون کې ووېشل شوې.