فراه کې لسګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
_________
د DACAR موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۸۳ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې. يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۲۹ مه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه چې پکې صابون، بکس، دغاښونوکريم، دغاښونو برس او د اوبو سطل، بوشکه او د ښځو لپاره رخت شامل وو ووېشل شول.