کابل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
_________

د ( افغان ها برای فردا ) موسسې له لورې د کابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي اوغير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو ځايونو څخه دلته راکډه شوې وې د وري په ۱۹مه د کابل ولايت دکډوالو چارو رئيس په شتون کې هرې کورنۍ ته يو اندازه خوراکي او غير خوراکي مواد ووېشل شول.