سرپل کې له سلو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
_________

د خوراک نړيوال سازمان (wfp ) له لورې د سرپل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت په همکارۍ ۱۰۹ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې شوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د  وري ۱۸مه هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، دالنخود، ۹ کيلو غوړي او يوه کيلو مالګه مرسته وېشل شوې ده.

همدارنګه ۴۵۰ بېځايه شوې کورنۍ چې په دې وروستيو کې دجګړو له مله دخپلو اصلي سيموڅخه بېخايه شوې وې د مرستندويه بنسټونو له لورې د کډوالو چارو آمريت په همکارۍ سروې او په نښه شوې وې چې په نږدې راتلونکې کې به ورسره بشري مرستې ترسره شي.