کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې

د SCI موسسې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو او ارستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۴۸ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۹مه هرې کورنۍ ته د مرستيال والي او کډوالو ادارې استازو په شتون کې يوه يوه کورنۍ کڅوړه وويشل شوه.
د ويلو ده چې په نږدې راتلونکي کې به يادو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې هم ترسره شي.