بادغيس کې لسګونو بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۴۴ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې شوي دي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۲۶مه هرې کورنۍ ته يو اندازه د کور سامان الات ووېشل شول.