غورکې بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرستې وشوې

anwari_morr
--------------

 

د خوراک نړيوال سازمان له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۲ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د چهارسدې، تيورې او دولت يار ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۶مه هرې کورنۍ ته ۴بوجۍ اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو بيسکوېټ او دوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.