فارياب کې له درې سو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د درات موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۹۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز مېمنې ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۲۳مه هرې کورنۍ ته ۲۱۴۵۵ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.