خوست کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غير خوراکي موادو مرستې شوي

د کډوالۍ نړيوال سازمان ( IOM) له لورې خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۵۹بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۲۰مه هرې کورنۍ ته ۱۵۳۵۰ افغانۍ نغدې، درې کمپلې او ژمنۍ بيستره وېشل شوې ده.