بادغيس کې بېځايه شوو کورنيو سره دغيرخوراکي موادو مرستې شوي

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۸۸ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۲۰مه ورته د والي او د موسسې د استازو په شتون کې د کور وسايل ووېشل شول.