هرات کې بېځايه شوې  کورنۍ دخوراکي موادو څخه برخمنې شوې

anwari_morr
______________

د CRDSA موسسې له لورې د هرات ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۷ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۱۵مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۲۰ لېتره غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲۱ بيسکوېټ او ۲ کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.