غورکې بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرستې شوي

anwari_morr
______________

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې دغور ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۰۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يوشمېر ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د ليندۍ په ۶مه هرې کورنۍ ته ۶ بوتله د لاس منځلو مايع، درې بوتله د عفوني ضد الکول او يوه يوه د اوبو بوشکه د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه ووېشل شوه.