کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۱۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دليندۍ په ۳مه هرې کورنۍ ته د والي، ولايتي شورا استازو او کډوالو چارو استازو په شتون کې ۱۵۵۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.