نيمروز کې ۱۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

sadam_morr
_______________

د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د نيمروز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۰ داخلي بېځايه شوو  او راستنېدونکو کورنيوسره نغدي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې دجګړو له امله دهلمند، فراه بادغيس، غور او هرات ولايت څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۲۸مه هرې کورنۍ ته ۱۵۳۵۰ افغانۍ نغدې او ۱۲ قلمه ژمنۍ بسترې،چې پکې واسکټونه، څادرونه، بوټان او د نارينه و پټوان شامل و مرسته ووېشل شوه.