جوزجان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

sadam_morr

د DACAR موسسې له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۶ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۲۸مه هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، ګرځنده خېمې او ۸ قلمه ساختماني وسايل چې پکې بېلچه، کلنګ، ګل ماله، چکش او لوټه شامل و مرسته ووېشل شوه.