هلمند کې ۳۳۱ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د هلمند ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۳۳۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي او دغير خوراکي مواد مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د نادعلي، ناوې، نهرسرج ولسواليو او د بولان سيمې څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د لړم په ۲۲مه او ۲۳مه د IRC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې، د UNICEFموسسې له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې،د پخلنځي سامان الات، د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۱۸۰ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، ۲۲ پاکټه بيسکوېټ، د DACAR موسسې له لورې روغتيايي کڅوړې، دپخلنځي سامان الات اود ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه او دپخلنځي سامان الات د دغې ادارې، ملي امنيت، ولايت مقام او ذکر شوو موسسو داستازو په شتون کې ووېشل شول.