غورکې بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي

د UNICEF موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۱ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د چهارسدې، دولينې او تولک ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې هرې کورنۍ ته درې کمپلې، ګرمې ژمنۍ بسترې او پخلنځي سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.