لغمان کې بېځايه شوو او راستنېدونکوکورنيوسره نغدي مرستې شوي

د IRC او ACTED موسسې له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۱۷ بېځاي شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۱۹مه د IRC موسسې له لورې ۱۰۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۱۰۰۰ افغانۍ او د ACTED موسسې له لورې ۱۱۷ کورنيو هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.